غزني: اعتراض کوونکو د ټاکنو کمیسیون دفتر تړلی

 

غزني: اعتراض کوونکو د ټاکنو کمیسیون دفتر تړل

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۳۹۸)

په غزني کې اعتراض کوونکو د ټاکنو کمیسیون سیمییز دفتر تړلی دی.

اعتراض کوونکي وایي ترڅو چې د ولسي جرګې ټاکنې نه وي ترسره شوي، دفتر نه پرانیزي.

دوی وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ترڅنګ باید د ولسي جرګې ټاکنې هم وشي.

په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې تر یو څه مودې پورې ځنډېدلي دي.

د لاریون کوونکو په وینا چې په دې ولایت کې د سیاسي معاملو له وجې د ولسي جرګې ټاکنې ځنډیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې نن د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په دفترونو کې ملاتړې نوم لیکنه پیل شوې ده.

 

 

مربوطه مطالب

Back to top button