احمد منصور
بې له شکه چې جګړه ټوله دوکه ده يعنې ته کولى شې چې مقابل دښمن تېر باسې او جګړه د ځان په ګټه وڅرخوې خو د دوروغو ادعاوې کول نه يواﺯې د بې اعتمادۍ فضا را مېنځ ته کوي بلکې ځان د خلکو د خندا کول دي
طالبانو که څه هم د پروسکالې کوچني اختر په څېر سږکالني اختر کې اوربند په رسمي ډول اعلان نه کړ خو يو نا اعلان شوي اوربند يې عملي کړ د اختر په دريو ورځو کې په هېڅ د مزدورې ادارې مېشتو ځايونو يې بريدونه ونه کړل تر ډير يې ځانونه په دفاعي حالت کې وساتل خو برعکس د مزدورې ادارې په افغان اولس دا څو د خوښى ورځې ونه لورېدې او په يو شمېر ولاياتو کې يې افغانان د اختر په مبارکو ورځو کې په شهادت ورسول
مزدورې ادارې دوه داسې ادعاوې وکړې چې له يوې خوا يې خلک سخت په قهر کړل او له بلې خوا يې ځانونه د خلکو د خندا کړل
هغه دوه ادعاوې يې په لاندې ډول دي
١ -د اختر په ورځو کې يې چې څومره عام افغانان يې شهيدان کړل هغه يې طالبان و بلل
٢ -د طالبانو لخوا ناعلان شوى اوربند نه بلکې دا يې خپل ابتکار وباله او يې ادعا يې وکړه چې دوي د طالبانو د بريدونو مخنيوى وکړ او خنثاء يې کړل
دا خو ښکاره خبره ده چې د اختر په ورځو کې وژل شوي طالبان نه بلکې عام افغانان دي که دا ومنو چې طالبان يې وژلي دا يې کومه لاسته را وړنه نه ده بلکې جنايات يې تر سره کړي ځکه دا د افغان مسلمان ملت د خوښى ورځي وې
بايد دوی دغو ورځو ته احترام درلودى وى
دوهم ادعا يې هم سوچه دروغ او خندېدونکې ده يوازې سږکالني اختر کې طالبانو نا اعلان شوى اوربند و نه کړ بلکې تېرو اخترو کې هم نا اعلان شوي اوربندونه عملي کړي دا چې دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې يې پروسکالې کوچني اختر کې رسمي اوربند اعلان کړ ؟
ﺯما په آند هغه وخت رسمي اوربند د اولس غوښتنه وه،د وخت ضرورت وه او طالبانو خپلې ګټې پکې لېدې
خو دا چې اوس دښمن په ډيره سپين سترګۍ ادعا کړې چې ګواګى دوي د طالبانو د بريدونو مخنيوى کړى او طالبان يې پرېښې نه دي چې بريدونه وکړي
که رښتيا هم دوي د طالبانو بريدونه په شا تنبولي وي نو داسې د بريدونو مخنيوى ولې په عامو ورځو کې نه کوي ؟حال دا چې طالبان د کابل په ﺯړه کې کامياب بريدونه کوي او ملګري يې ژوندي هم را وځي
بايد له دوي څخه وپوښتلى شي چې په دغو ورځو کې تاسو کوم داسې الات پيدا کړل چې د هغې په واسطې مو د طالبانو بريدونه خنثاء کړل، که دا ورسره ومنو چې دوي په رښتيا هم د اختر په ورځو کې د بريدونو مخه يې ونيوله نو بيا ولې يې د اختر د څلورمې ورځې د بريدونو مخنيوى ونه کړ ؟
حقيقت خو دا دى چې دا او ورته ادعاوې يې ټولې دوروغ دي يو داسې دښمن سره مو سر ده چې خپله هم شرمېدلى ده او ادعاوې يې هم شرمېدلې دي.


















