امریکا: که ترکیه له روسیې s-400 سیستم وپېري؛ موږسره به دf-35 ډوله الوتکو قردادوبایلي

کابل ټکی کام ( شنبه ، ۱۸ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
له ایران وروسته امریکا په یوبل هېواد؛ ترکیې یوشمېر بندیزونو ته ملاتړلې.
دیوشمېر رسنیو دراپورونو په اساس، امریکا ترکیې ته خبرداری ورکړی دی چې له روسیې دې د S-400 دفاعي سیسټم پر پېرلو له سره غور وکړي. واشنګټن وایي، که چېرته ترکیه له روسیې دفاعي سیسټم وپېري د امریکا په مشرۍ به د F-35 ډوله الوتکو قرارداد له لاسه ورکړي.
امریکا وایي ترکیه د مې میاشتې تر ۳۱مې وخت لري چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي، کنه له سختو بندیزونو سره به مخ شي.
متحده ایالاتو دغه راز ویلي، که ترکیه له روسیې دا سیسټم واخلي نو دوی به هغه ترکي پیلوټان هم له خپل هېواده وشړي چې د F-35 ډوله الوتکو د روزنې لپاره ورغلي دي.
دوی زیاتوي، اوس نو پرېکړه د ترکیې په لاس کې ده چې له روسیې S-400 سیستم پېري او که له امریکا F-35 ډوله پرمختللي جنګي الوتکې؟
خوترکیې تراوسه په دې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی چې دوی به له روسیې څخه دفاعي سیستم وپېري که امریکا سره به دخپل قرداد دبرقرار ساتلو په صورت کې له روسیې سره ددفاعي سیستم پېرل لغوه کړي.



