غورځنګ
دا چې ټولې نړې او خصوصاً افغانانو ته د افغان حکومت اتلولي او قهرماني معلومه او څرګنده ده، خو دوی بيا هم په خپلو بريدونو کې د زياتوالي خبرې کوي او وايي چې ګواکې سږ کال يې په طالبانو بريدونه زيات کړي دي.
نو راځو دې ته چې که چېرته جنګ يوازې په باډي لنګوېج يا د لاسونو، خولې او د وجود يا بدن د نورو غړو په حرکاتو کېدلی او يا هم يوازې تش په لافو او ډوزو باندې جنګ کېدلی نو اوس به د افغان دولت پخواني وياند دولت وزيري تر ټولو لوی قهرمان او اتل وو. او اوس به يې په ټوله نړۍ کې د اتلولي او قهرمانۍ معيار ګټلی وای.
خو جنګ يوازې په باډي لنګوېج باندې نه کېږي بلکې په عملي اقدام کېږي. جنګ زړه غواړي، عقيده غواړي، زور غواړي، د ځان قرباني غواړي، بلکې په ټوله ييز ډول بايد ووايو چې جنګ په لافو او ډوزو نه کېږي.
د افغان حکومت زياتره چارواکي داسې دي چې د جنګ اکټونه او نخرې په باډي لنګوېج او يا هم د اندامونو په خوځولو تر سره کوي په داسې حال کې چې سټېج ته ولاړ وي او خبرې کوي خو بې چاره ګان د جنګ له صحنې نه وي خبر چې د اردو په سرتېرو باندې څه تېرېږي.
د مثال په ډول بايد ووايو چې د دولت اوسني لوړ پوړی جنرال خوشحال سعادت چې د خپلې ځوانۍ په غرور مين دی، د سټېج پر د جنګ او جګړې اکټونه کوي او د جنګ ميدان خو به يې يا بلکل ليدلی نه وي او يا هم که احياناً ورسره مخ شوی وي نو بيا به يې هغه د چا خبره څومره څومره په ډار او ترس باندې نوموړې صحنه پرې تېره شوې وي. او يا به هم ده ورته څومره چيغې کړې وي.
خو تر ټولو جالبه دا چې په سږني کوچني اختر کې چې طالبانو نا اعلان شوی اوربند وکړو او خپلو اشخاصو ته يې د افغان حکومت پر اشخاصو باندې يې د ډز د نه کولو امر وکړو.
لنډه دا چې د ولسي وګړو او شنونکو په وينا طالبانو رښتيا هم سږ کال نا اعلان شوی اوربند کړی وو او بلکل به څوک داسې مثال رانه وړي او نه به يې پېش کړي چې ګواکې کوم طالب دې د سږني اختر په درېوو ورځو کې په کوم دولتي مامور يا هم نظامي شخص باندې ډز کړی وي، له همدې امله خو دا دی دولتي ځواکونو په استفادې سره د خواجه عمري ولسوالۍ هم ونيوله.
خو ولې برعکس دولتي ځواکونو بيا د جنګ په ميدان کې د اختر په دې درېوو مبارکو ورځو کې پر عام افغان ولس باندې ښه زړه يخ کړ او د طالبانو د څو کلونو غچ يې ورځنې واخيست. ها خوا يې باډي لېنګوېج والا جنرالانو هم د سټېج پر سر خپل لاسونه خوځول چې ګواکې د اختر په دې درېوو ورځو کې يې طالبان د يوه ډز کولو ته هم نه دي پرېښي.
نو په دې ترتيب بايد ووایو چې د افغان دولت د چارواکو او جنرالانو جنګ يوازې د ميډيا په سکرين دی او د باډي لېنګوېج يا هم د اندامونو د ښورولو جنګ يې دی. نور د عمل په ميدان کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري، بې له دې چې ولسي وګړي په پراخه پېمانه د خپل بادار په مرسته ووژني.

















