کابل ټکی کام ( شنبه ، ۱۸ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دهېواد په داخل کې په وروستیو کې راټوکېدلی دسولې د ولسي حرکت غړو له طالبانو سره لیده کاته کړي، اویوشمېر جزیات یې رسنیو سره شریک کړي.
داحرکت وايي، له وسله والو طالبانو سره يې په هېواد کې د اوربند، سولې او د امريکايانو پر وتلو خبرې کړې دي.
نږدې لس ورځې مخکې د سولې ولسي حرکت غړو د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه د دغه ولايت موسى کلا ولسوالۍ ته پلى حرکت پيل کړ.
يادې ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم د وسله والو طالبانو له لوري یوبل نامعلوم لوري ته انتقال شول خو پرون بېرته د رسنیو پرمخ راڅرګند شول.
د دغه حرکت مشر اقبال خيبر وایي له طالبانو سره یې د اوربند، سولې، د امريکايانو پر وتلو او د سولې ولسي حرکت د فعاليتونو په تړاو خبرې کړي اوپه دوی دیوشمېر لګېدلو تورونو په اړه یې وضاحت ورکړی.
نوموړي زیاته کړې کله یې چې له طالبانو سره خبرې وکړې، نو يقيني شول چې طالبان هم سوله غواړي او اوس دوی هڅه کوي چې د هغوی په اړه د خلکو ذهنیت بدل کړي.
ددې حرکت یوشمېر بنسټګرو درسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دوی دطالبانو لخوا وهل شوي، اوزیاته اوویلي یې دي، موږ اوس پوه شو چې سولې ته ترټولو زیاته لېوالتیا طالبان لري خو اوس باید ذهن سازي وشي.
















