کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۸)
امریکایي پولیسو د یو افغان ژباړونکي په کور کې د هغه د میرمنې جسد پیدا کړی دی.
دا مېرمنه چې ارزو کاشف نومیږي او د وحید کاشف ښځه وه، جسد یې ټوټه ټوته د کور په یخجال کې ایښودل شوی.
دا کیسه وروسته له هغه رسوا شوه چې د ارزو کاشف یوې ملګرې پولیسو ته د نوموړې د لادرکۍ خبر ورکړی وو.
د ارزو کاشف ملګرې وایي چې خاوند او میرمنې یې یو په بل اعتبار بایللی وو، میرمنې یې تور لګاوه چې خاوند یې له نورو انجونو سره ناروا اړیکې پالي خو وحید کاشف بیا ځکه له ارزو کاشف ناراضه وو چې د ده په خوښه جامه یې نه اغوسته.
وحید کاشف په غزني کې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکي په حیث کار کاوه چې په ۲۰۱۵م کال کې له ښځې سره یو ځای امریکا ته ولاړ.
نوموړی له دې پیښې وروسته ورک دی او په نامالوم لوري تښتیدلی دی.
پولیسو د دې پیښې پلټنې پیل کړي دي.















