کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۸)
د فراه ولایتي چارواکي وایي چې د طالبانو په برید کې ۱۲کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب رسنیو ته ویلي چې تیره شپه د فراه مرکز اړوند حیدر قلي سیمه کې طالبانو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ چې له امله ۷ تنه پولیس ووژل شول.
محب همدا راز ویلي چې ۵ پولیس ژوبل شوي هم دي.
طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی.
طالب ویاند مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې د دوی ځواکونو تیره شپه د حیدر قلي په پوسته برید کړی او د پوستې د نیولو تر څنګ یې یو شمیر وسلې هم نیولي دي.
مجاهد زیاتوي چې په برید کې ۶ پولیس هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اختر په ورځو کې افغان حکومت ادعا وکړه چې د دوی کلکو تدابیرو په ټول هیواد کې له طالبانو د برید وړتیا اخستې ده.
طالبانو بیا ویل چې د اختر په ورځو کې دوی قصداً خپل بریدونه صفر ته راښکته کړي وو.
فراه یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان پکې وخت ناوخت خونړي بریدونه کوي او امنیتي ځواکونو ته پکې درنده مرګ ژوبله اوړي.















