غزني: ګډو ځواکونو په نورالمدارس مدرسه چاپه وهلې

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۸)

ګډو ځواکونو د غزني په شلګر ولسوالۍ کې په مشهور دیني مرکز نورالمدارس چاپه اچولې او مالي تلفات یې وراړولي دي.

د سیمې د خلکو په وینا چې وړمه شپه ځواکونو په څو کلیو چاپه وهلې وه چې د تیرې ورځې په اوږدو کې مدرسې ته هم راغلل او ټوله ورځ یې په مدرسه کې تیره کړې وه.

د عیني شاهدانو له قوله چې د مدرسې موټر، موټر سایکل او ګڼ شمیر نور د مدرسې اړوند توکي او مواد یې سوځولي دي.

د ډیرو حجرو قلفونه او ورونه یې هم مات کړي او په حجرو کې دننه یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

نورالمدارس د هیواد یو لوی دیني مرکز دی چې بنیاد یې د قلعه جواد حضرت نورالمشائخ صاحب ایښی او په زرګونه دیني عالمان ترې فارغ شوي.

دا مدرسه په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو د چاپو او عملیاتو له کبله بنده شوې هم ده او د ادارې لخوا یې اعلان شوی چې تر نامالومې مودې پورې به بنده وي.

مربوطه مطالب

Back to top button