څو غوره  نصیحتونه!!

ډاکټر یوسف اکبري

د انسان ژوند له مختلفو مرحلو څخه تیریږي، چې یوه مرحله یې د ۳۵ – ۵۰ کلنۍ پورې عمر دی، په دې عمر کې ځواني مخ پر ځوړ او سپین ږیرتوب مخ پر وده پیل کوي، نو ځکه باید د دې عمر کسان لاندې غوره شویو نصیحتونو ته کلکه پاملرنه وکړي، څو راتلونکی ژوند یې په هوساینې سره تېر شي او د ناروغتیاو او نورو له خنډونو سره مخ نشي.

تر هر څه لومړی باید د حلال مال د لاسته راوړلو لپاره هڅه وکړي او له حرامو او هغو شیانو چې مشتبهات دي یعنې مشکوک دي؛ هم ځان وساتي.

د دې عمر کسان باید تل زیاتې اوبه وڅښي آن که د تندې احساس هم ونکړي ځکه د زیاتره ناروغیو ستر لامل په جسم کې د اوبو کموالی دی.

باید په پرله پسې توګه ورزش وکړي اګر که وخت ونلري او د ژوند په کارونو کې مصروف وي، ځکه په دغه عمر کې باید جسم تل حرکت ولري، ورزش مختلف فعالیتونه کیدای شي لکه کولی شي پلی وګرځي، لامبو ووهي، په غرونو کې وخېژي او یا بل کوم ډول ورزش چې مینه  ورسره لري تر سره یې کړي.

باید ډوډۍ/ خواړه کم وخوري یعنې د اړتیا په اندازه یې وخوري او په دغه عمر کې باید د زیاتو خوړو شوق نور پرېږدي ځکه ډېر خوراک د ګټې پر ځای تاوان رسوي خو داسې هم نه چې له خوراک نه ځان بیخي محروم کړي باید خوراک وکړي خو په لږه پېمانه.

که ممکنه وي په موټر او سپرلۍ کې  زیات ونه ګرځي باید کوښښ وکړي چې ډېرو ځایونو ته پلی ولاړ شي، لکه جومات ته په سودا پسې بازار ته او د دوستانو او خپلوانو کورونو ته او داسې نور.

باید له ډېرې غوسې قهر او غضب نه په ټینګه پرهیز وکړي او کوښښ وکړي چې د ډېرو غوسه زېږوونکو  لاملونو او  لیدلو ځان ګوښه  وساتي او خپل ځان په جنجالي مسایلو کې ښکیل نکړي ځکه دغه ټول روغتیا او روان ته سخت زیان رسوي.

لکه څرنګه چې هوښیاران وایي چې خپل مال په لمر کې پرېږده! خو خپله سیوري ته کښېنه! معنا دا چې پرخپل ځان او کورنۍ باندې بخیلي مه کوه! ځکه مال د دې لپاره دی چې ژوند ورباندې ځان ته آسان کړو؛ نه د دې لپاره چې خپل ژوند ورته په خطر کې واچوو.

د هغه څه لپاره افسوس مه کوه! چې له لاسه دې ووتل او یا ترسره کول یالاسته راوړل یې درته ممکن نه وي او یا یې هم د بل چا سره وینې، بلکې ورڅخه تېر شه! او هېر یې کړه!.

تل د خلکو پر وړاندې عاجزی او تواضع او خاکساري کړه ځکه مال، مقام، قوت، او پرخلکو نفوذ درلودل ټول هغه څه دي چې په تکبر او غرور کولو سره له لاسه ووځي.

کله چې په خپل سر کې سپین ویښتان ووینې معنا یې دا نده چې نور ختم شوې یا مخ پر ختمېدا شوې بلکې دا د دې نښه ده چې ستا د ژوند هغه تر ټولو غوره دوره پیل شوه خپل ژوند ته په خوند او د الله په ذکر سره ادامه ورکړه!  خپل حلال مال ولګوه! په ځمکه کې وګرځه! او سفرونه وکړه او د ژوند مختلفې تجربې لاس ته راوړه!.

هیڅکله هم خپل لمونځ مه پرېږده! او مه یې له خپل وخت څخه ځنډوه ځکه دا ستا د ګټې هغه پاڼه ده چې هم په دنیا کې او هم په هغه ورځ چې الله تعالی يې په اړه فرمایلي: (یوم لا ینفع فیه مال ولا بنون الا من اتی الله بقلب سلیم) یعنې په هغه ورځ چې مال او اولاد پکې چاته ګټه نشي اړولای، ستا لپاره په کار درځي.

او په خپل ژوند کې د نبي کریم ﷺ دا زرینه خبره هم تل په یاد لرئ چې فرمایلي یې دي:

(أَحَبُّ النَّاسِ إِلَى اللَّهِ أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ) یعنې الله تعالی ته تر ټولو ګران خلک هغه دي چې خلکو ته تر ټولوزیاته ګټه رسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button