د لمانځه مسائل (۸۱ مه برخه) د جماعت او صفونو بيان

ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
جماعت څه ته وايي؟
پوښتنه : جماعت څه ته وايي؟
ځواب : جماعت په ګډه لمونځ کولو ته وايي، چې يو پکې امام وي او نور ټول مقتديان وي ([1]).
د جماعت اهتمام
پوښتنه : که چيرته په يوه جماعت کې کوم امام نه وي، نو هر کس سړى جلا جلا تکبير ويلاى او لمونځ کولاى شي او که نه؟.
ځواب : کولاى يې شي، مګر د تل (هميشه) لپاره د امام پيدا کول او په جماعت سره لمونځ کول ضروري دي، له همدې امله کوشش دې وکړى شي تر څو ښه او غوره امام مقرر کړى شي، که چيرته ښه امام نه پيدا کيژي نو په ټولو لمونځ کونکو چې کوم کس ښه وي هغه دې امام جوړ کړى شي، او که چيرته ټول يو شانته وي بيا که هر يو امام جوړ کړى شي لمونځ کيژي ([2]).
جماعت فرض دى، که سنت دى که واجب
پوښتنه : جماعت فرض دی که واجب او که سنت؟
ځواب : جماعت سنت مؤکده دی، ډير تائيد ورباندې شوی، ځينې علماء ورته فرض او ځينې ورته واجب وايي او په دې کې شک نشته چې په جماعت کې ډيرې فايدې دي ([3]).
له خپل لمانځه وروسته په جماعت کې د ګډون کولو په وخت کې د فرضو نيت کيژي که د نفلو
پوښتنه : که يوه کس خپل د ماسپښين يا د ماسخوتن لمونځ وکړ، بيا په جماعت کې په څه نيت سره ګډون وکړي؟ يعنې د فرضو په نيت سره او که د نفلو په نيت؟.
ځواب : د نلفو په نيت سره به ګډون پکې کوي ([4]).
په جماعت سره د لمانځه کولو فايدې
پوښتنه : په جماعت سره د لمانځه کولو څه څه فايدې دي؟
ځواب : په جماعت سره په لمانځه کولو کې لاندې فايدې دي.
(۱) په يوه لمانځه سره ورته د اووه ويشتو لمنځونو ثواب ورکول کيږي.
(۲) پنځه وخته د مسلمانانو له يوه بل سره ملاقات کيږي.
(۳) په همدې سره د تاسو په مينځ کې اتفاق او محبت پيدا کيږي.
(۴) يو بل ته په کتو سره د عبادت شوق او رغبت پيدا کيږي.
(۵) له لمانځه سره زړه تړل کيږي.
(۶) په جماعت کې د لويو او نيکو خلکو له برکته د ګنهکارو خلکو لمونځ قبليږي.
(۷) ناپوهه خلکو ته له پوهو خلکو څخه د مسئلو په پوښتلو کې آساني وي.
(۸) د حاجتمندو او غريبو خلکو حال معلوميږي.
(۹) د يوه خاص عبادت يعنې د لمانځه شان ظاهريږي، له دې پرته نورې ډيرې فايدې يې هم شته ([5]).
د ښځې له ميړه سره د جماعت کولو طريقه
پوښتنه : آيا ميړه خپلې ښځې ته لمونځ ورکولاى شي او که نه؟.
ځواب : ورکولاى يې شي، مګر که چيرته جماعت کوي نو ښځه به شا ته دريژي، له ميړه سره به برابره نه دريژي ([6]).
جماعت ته د نه حاضريدو اجازه چا لره دى
پوښتنه : جماعت ته د نه حاضريدلو اجازه کومو خلکو ته ده؟
ځواب : ښځو ته، نابالغو هلکانو ته ، رنځور ته، د رنځور خدمت کونکي ته، شلانو ته، لاس پريکړل شويو ته، پښو پريکړل شويو ته، ډيرو سپين ږيرو او ړندو ته جماعت ته د نه حاضريدلو اجازت شته ([7]).
د جومات په صحن کې جماعت کول
پوښتنه : د جومات په صحن کې په ځانګړې توګه د ګرمي په ورځو کې د اطمينان لپاره څرنګه دى؟.
ځواب : د جومات په صحن يعنې د جومات په هغه برخه کې چې چت ونلري لمونځ او جماعت کول له شک پرته صحي او روا دي ([8]).
د کلي په جومات کې دويم جماعت مکروه دى
پوښتنه : دويم جماعت روا دى که نه؟.
ځواب : د کلي په جومات کې دويم جماعت مکروه دى ([9]).
هغه کوم عذرونه دي چې جماعت ته د نه حاضريدو اجازه ورکوي؟
پوښتنه : هغه کوم عذرونه دي چې يو روغ رمټ سړي ته جماعت ته د نه حاضريدلو اجازت ورکوي؟
ځواب : هغه عذرونه په لاندې ډول دي.
(۱) سخت باران وريدل.
(۲) جماعت ته په لاره د ډيرو خټو د شتون له امله.
(۳) ډيره يخني (ساړه).
(۴) د شپې سخته سيلۍ.
(۵) سفر، مثلا د ريل ګاډي، موټر يا جهاز د تللو په وخت کې.
(۶) د وړو يا لويو بولو راتللو په وخت کې.
(۷) د سختې لوږې په حالت کې د ډوډۍ تياريدلو په وخت کې، په دې ټولو حالتونو کې جماعت ته د نه حاضريدلو اجازه شته ([10]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٧.
([2]) فتاوى محموديه، ٦ : ٣٩٦، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٥٢ – ٥٥٤، وکذا في منحة الخالق علي هامش البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٦٠٢ – ٦٠٣، وکذا في النهر الفائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٢٣٨.
([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٧.
([4]) فتاوى محموديه، ٦ : ٣٩٨، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب ادراک الفريضة، ج : ١١، ص : ٥٣، وکذا في البځر الرائق، کتاب الصلوة، باب ادراک الفريضة، ج : ٢، ص : ١٢٧، وکذا في الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب العاشر في ادراک الفريضة، ج : ١، ص : ١١٩.
([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٨.
([6]) فتاوى محموديه، ٦ : ٣٩٨، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٧٢، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٦٢١، وکذا في الفتاوى التاتار خانية، کتاب الصلوة، الفصل السابع في بيان مقام الامام والماموم، ج : ١، ص : ٦٢٢.
([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٨.
([8]) فتاوى محموديه، ٦ : ٣٩٩، بحواله : البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٦٣٥، وکذا في الحلبي الکبير، ص : ٦١٤، مسائل متفرقة، وکذا في الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٨٤ – ٥٨٦.
([10]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٨.



