سوداګرۍ خونه: دسوداګرو اختطاف اونورو فشارونو ۱۴۰۰سوداګردپانګې ایستلو ته اړ کړل

کابل ټکی کام ( یکشنبه ، ۱۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

دکابل په ګډون دهېواد په لویو ښارونو کې دسوداګرو ترور، اختطاف اونورو مشکلاتو سوداګر مجبور کړل ترڅو خپلې پانګې له هېواده نورو ممالکو ته انتقال کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې اوسمهال خصوصي سکټور تر بیلابیلو فشارونو لاندې دی.

د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د سوداګرو اختطاف، په لارو کې ناامنۍ، لوړه تعرفه، اداري فساد او په غیر قانوني توګه د سوداګرو نیول او نور بیلابیل فشارونه ددې لامل شوي چې افغان پانګوال خپلې پانګې له افغانستانه وباسي.

د الکوزي په خبره له همدې امله شاوخوا ۱۴۰۰ پانګوالو خپلې سرمایې له هېواده ایستلي چې دا د افغانستان اقتصاد ته ستره ضربه ده.

هغه له حکومته وغوښتل چې له سوداګرۍ خونې سره د یو شریک او همکار په توګه برخورد وکړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د کابل ښار په زړه کې په رڼا ورځ خلک د ډېرو کمو پیسو پر سر وژل کېږي.

یوشمېر هېواد وال بیا ددې بحران ستر لامل حکومتي لوړ پوړي چارواکي او دحکومت ترواک لاندې خپل سري وسلوال ګڼي.
دوی وايي، که دولت په بېطرفه اوعادلانه توګه خپل مسئولیت اداکړي؛ هېڅوک به دهېواد سترې سرمايې تر تهدید لاندې رانه ولي.

مربوطه مطالب

Back to top button