خلیلزاد نن ناوخته کابل ته راورسېد

کابل ټکی کام ( یکشنبه ، ۱۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

د افغان قضیې دسیاسي حل اوسولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد ،نن ناوخته کابل ته راورسېد.

دنوموړي له رسېدا سره سم دامریکا سفارت دده دسفرپه اړه اعلامیه خپره کړې، دنوموړي سفر یې تاید کړی، او دیوې واقعي سولې هیله یې څرګنده کړې.

خليلزاد به د خپل دغه سفر په لړ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ګډ حکومت له مشرانو سره د سولې په روانو هڅو خبرې وکړي.

له هغې وروسته به دطالبانو له مذاکراتي ټیم سره یوځل بیا په قطر کې جرګه شي اوپه مهمو ابتدايي موضوع ګانو به هر اړخیز بحثونه وکړي.

خلیلزاد اودطالبانو دقطر یوشمېر سیاسي استازي راتلونکی اووم پړاو ناسته مؤثره او له یوشمېر توافقاتو ډکه بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button