خليلزاد: د سولې خبرې نوي پړاو ته ننوځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۰) 

د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی پرون ناوخته کابل ته راورسيد او هلته يې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په شمول د پخواني ولمسشر حامدکرزي او نورو چارواکو سره وکتل.

خليلزاد په یوه ټويټر کې ويلي، د اشرف غني له ټيم سره يې په کتنه کې د سيمې، د افغانستان او پاکستان په اړيکو، پر سولې يې د اغيز او نورو اړوندو مسائلو خبرې کړي.

په کابل کې د امريکا سفارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې خليلزاد به د ملي يووالي حکومت مشرانو سربيره له سياستوالو، مدني ټولنو او ښځو سره هم خبرې وکړي.

تازه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي په یوه ټويټ کې ويلي چې د سولې خبرې نوي پړاوو ته ننوځي او بايد تر بل هر وخت افغانان پکې تر ډيره ښکيل پاتې شي.

نوموړي په دې اړه ډير جزيات نه دي ورکړي خو ټاکل شوې د خليلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د امريکايي استازو د خبرو اترو اووم پړاو ډېر ژر په دوحه کې پيل شي.

خلیلزاد تر دې مخکې ويلي و چې هڅه به وکړي طالبانو سره په راتلونکي پړاو خبرو کې د سولې د طرحې دوه برخې بشپړې کړي.

تر دې مخکې دواړو غاړو ويلي و چې د امريکايي ځواکونو پر وتلو او د نورو هيوادونو پرضد د افغان خاورې پر ناکارولو هوکړه شوې خو یو څه کار پکې پاتې دی.

پرون په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين عرب نيوز سره په مرکه کې وويل، چې راتلونکي پړاو مذاکراتو کې به د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع به د خبرو مهمه برخه وي او ښايي دغه خبرو کې یوه پريکړه وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button