کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۲۰ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې پاکستان اوافغانستان د یوبل دماتېدا کوششونه وکړل، اودواړو هیوادونو دخپل رقابت په اساس نړیواله ټولنه دخپل اعتراض منبع اومنشأ وبلله، او یوپربل یې لسګونه شکایات درج کړل خو هرڅه بې پایلې اوبې نتیجې راووتل.
اوس دواړه هېوادونه دیوبل په منلو سره داتحاد رسۍ ته لاس اچوي اوله یوبل دامداد غوښتنه کوي.
په همدې اساس نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان د کارونو ارزولو په موخه مهمه غونډه په اسلام اباد کې کېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پيوستون د عمل پلان تېر کال له سختو کړکېچونو وروسته جوړ شو او تر اوسه د بهرنيو چارو وزيرانو او مرستيالانو په کچه څو غونډې په کابل او اسلام اباد کې شوې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ناستو ارزولو په موخه يوه غونډه نن په اسلام اباد کې کېږي.
سرچينې زياتوي چې په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان په مشرۍ افغان پلاوى هم ګډون کوي.
دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سهيل احمد به د خپل هېواد د پلاوي مشري کوي.
د ياد پلان له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، نظامي، اقتصادي استخباراتي او کډوالو پنځه کاري کمېټې جوړې شوې دي.
د دې ناستو لومړۍ غونډه تېر کال د جولاى په ٢٢مه په کابل کې جوړه شوې وه او دواړو خواوو پرېکړه کړې وه چې د همکاريو او باور زياتولو لپاره به کار کوي.
تراوسه لاهم ددې غونډې جزیات ندي راوتلي، خو دواړه جانبه دښو پایلو هیله څرګندوي، او په دې پلان کې ددواړو خواوو صادقانه همکاري مهم اصل بولي.


















