کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۲۰ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
له هغه وروسته چې امریکا له وسلوالو طالبانوسره یوشمېر غونډې وکړې اوله افغانستانه دبهرنیو ځواکونو په وتلو بحثونه وشول، تازه نیوزیلانډي رسنیو راپور ورکړی چې دا هېواد د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپلو ۱۳ سرتېرو شمېر کموي.
ددې هېواد لومړۍ وزیرې جکندا اردرن ویلي، د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳ څخه ۱۱ تنو ته راکم کړي.
د نیوزیلانډ دغه شمېر سرتېري د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي.
ددې هېواد لومړۍ وزیرې زیاته کړې، د نیوزیلانډ سرتېري به د ۲۰۲۰ کال تر ډسمبر میاشتې افغانستان کې پاتې شي.
نوموړې دغه راز ویلي چې عراق کې به د خپلو سرتېرو شمېر په تدریجي ډول کم کړي او د ۲۰۲۰ میلادي کال تر جون میاشت پورې به خپل ټول سرتېري له دغه هېواده وباسي.
اوسمهال طالبان اوامریکا دافغان قضیې دحل په موخه غونډې کوي، چې ابتدايي غوښتنې دامریکايي ځواکونو وتل او له افغانستانه دتهدید نه پېښېدنه ده، دواړه طرفه هیله ښیي چې دوی دامریکايي ځواکونو دوتلو په اړه یوې نهایي پرېکړې ته رسېدلي چې ژر به یې اعلان کړي.


















