کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۲۰ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د یوشمېر رسنیو دخبر له مخې چې په متحده عرب اماراتو کې لسګونه وګړي دڅښاک په اوبو مسموم کړل شوي، او روغتونو ته لېږدول شوي.
چارواکي وایي چې د اپېښه ددې هېواد په عجمان ایالت کې رامنځته شوې.
دوی زیاتوي چې د یو استوګنزي په ودانۍ کې چې شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکي مېشت وو، د څښاک په اوبو دا کسان مسموم کړل شوي دي.
دا ۲۰۰ کسان د هریزون ټاور په نامه یوه استوګنیزه ودانۍ کې مسموم شوي دي. د چارواکو په خبره له دې ډلې ۱۹۰ تنه یې روغتون ته لېږدول شوي دي چې د ځینو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
مسموم کړل شوي کسان وایي، دوی مخکې هم نږدې دولتي روغتیایي کارکوونکو ته ویلي وو چې د څښاک د اوبو رنګ یې اوښتی دی خو هغوی یې په اړه بېړنی اقدام نه دی کړی.
تراوسه ددې پیښې مسئولیت چا ندی منلی، اونه هم ځايي امنیتي ارګانونو ددې پیښې په تړاو څوک نیولي؛ خودپلټنو خبریې ورکړی.


















