دنوماندانوشورا: ولسمشردې یاواک پرېږدي، یادې خبروته حاضرشي کنه دټولوبدوعواقبو مسئول به وي

کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۲۰ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

دولسمشریزو ټاکنو نوماندانو حکومت ته ګوتڅنډنې کړي، او دیوشمېر غوښتنو دنه منلو په صورت کې یې دټولو بدوعواقبو مسئولیت حکومت ته ور په غاړه کړی.

دنوماندانو شورا د غړیو وروستۍ ناستې د راتلوونکې اوونۍ په لومړیو کې د پراخو اعتراضونو پرېکړه هم کړې ده.

شنونکي وایي، داسې ښکاري، چې ولسمشرۍ ماڼۍ او نوماندانو خپلې ستونزې ندي حل کړي.

د کاندیدانو دا شورا خبرداری ورکوي چې په لومړني اقدام کې به دوی دکابل دنړیوال هوایي ډګر سړک بند کړي، اووروسته به یوشمېر نور اقدامات وکړي.

دوی له ولسمشر غني غوښتي، چې په روانه اوونۍ کې له نوماندانو سره خبرو ته حاضر شي او یا دې هم واک پرېږدي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وایي؛ تر وروستي حده یې له ارګ سره نرمښت کړی او حتا له واکه د غني د لیرې کیدو مساله  یې هم غوښتې، چې د خبرو له لارې حل شي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عنایت الله حفیظ  وایي، چې که ارګ مو غوښتنو ته پاملرنه ونکړي؛ مونږ به د پلازمېنې په ګډون په ټولو ولایتونو کې اعتراضونه پیل کړو او ځواب ورکوونکی به بیا ښاغلی غني وي.

ددوی په وینا د خبرو لپاره ډېر فرصتونه ول؛ خو ولسمشر اشرف غني له لاسه ورکړل.

د خلکو د را ټولیدو وېره او پر امنیتي شرایطو یې ناوړه اغېز او امنیتي عواقب یې د اندېښنې وړ مسایل دي؛ خو داسې ښکاري، چې د نوماندانو شورا پروګرام هم سنجول شوی او دوی په څو ورځو کې خپل اعتراضونه پیلوي.

د احمد ولي مسعود د تاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال عبداللطیف نظري وایي، چې د نوماندانو شورا هر حرکت به د افغانستان د ثبات لپاره تر سره کیږي؛ خو مونږ ژمن یو، چې د ارګ ناقانونه کړنې به د هېواد سیاسي ثبات زیانمن کړي.

حکومت لاهم دنوماندانو دې ګوتڅنډنې ته کوم غبرګون ندی ښودلی، خودوی تردې وړاندې دنوماندانو یوشمېر اعتراضونو ته په جواب کې ویلي وو چې دسترې محکمې هره پرېکړه دهېواد په داخلي امورو کې نافذه ده، اودحکومت واک دهمدې اصل پربنیاد غځېدلی، داددوی قصور ندی.

مربوطه مطالب

Back to top button