په افغان دولت کې د ځوانانو ګومارنه د ولسمشر غني بل اقدام!!

لیکوال غورځنګ
دا چې د حامد کرزي په حکومت او واکمنۍ کې ټول هغه خلک شامل وو چې د روسانو پر وړاندې يې جهاد کړی وو او يا هم هغه خلک وو چې پخواني جنګ سالاران بلل کېدل، که څه هم چې هغه جنګ سالاران هم چندان د افغانستان او يا هم د هېواد د ملي نواميسو او نورو مقدساتو په غم کې نه وو مګر بیا هم هغوی به دوه اړخيزې ګټې څارلې، چې په لومړي سر کې به يې خپلې ګټې په نظر کې نيولې او بيا به يې د پرديو ګټو ته ژمنتيا ښودله، چې په دې ډول نو د امریکايانو په زیاته ګټه نه تمامېدل.
مګر د ولسمشر غني له واکمن کېدو سره سم په حکومتي پوسټونو کې هم يو ډول انقلاب رامنځته شو، چې دغه انقلاب که څه هم د ډېرو ناخوالو او مخالفتونو سره مخ شو خو بيا هم ولسمشر غني پرې کلک ولاړ دی، او هڅه کوي چې دغه مقرري نوره هم تېزه کړي او يا يې هم په داسې ډول تر سره کړي چې څوک يې مخالفت ونه کړي او که يې مخالفت وکړي هم نو دی يې چندان په کيسه کې نه دی.
راځو دې ته چې د ولسمشر غني دغه مقرري د کومو خلکو وي او دا خلک له کومه شول؟ دغه خلک څوک دي؟ او څنګه مفکوره لري؟ تېر بېګراونډ يې څنګه دی؟
دغه خلک که څه هم چې ځانونه په سوشل ميډيا کې افغانان نوموي او ځانونه داسې ښيي چې ګواکې يوازې دوی دي چې د افغانانو غم اخيستي دي او د افغانانو هر اړخيزه ګټه په نظر کې نيسي.
خو دا چې دوی يا هغه خلک دي کوم چې په افغانستان کې له امريکايي پوهنتونه فارغ شوي دي، دغه پوهنتون چې امېريکن يونېورسټي نومېږي، چې له امریکايي يرغل سره سم د امريکاياانو په بې درېغه مصرف باندې منځته راغلی دی او استادان او نور ټول پرسونل يې د امريکا له لوري سپورټ کېږي.
بل دا چې په همدغه ډول امريکايي پوهنتون په لبنان کې هم دی چې پخپله اشرف غني او زلمی خليلزاد هم له دغه پوهنتون څخه فارغان دي، دغه پوهنتون کې هم دغه ډول خلک روزل کېږي چې په توله معنا د امريکايانو ګټو ته ژمن دي، دغه خلک چې په نړيوالو امریکايي پوهنتونو کې يې درس ويلی دی د امريکا په غلامۍ او مزدورۍ کې بلکل خپلو ګټو ته ګوري نه، بلکې يوازې امريکايي ګټو ته ژمن دي.
همداشان ولسمشر غني د پوتنيو خلکو د مقررولو تر څنګ هغه خلک هم مقرروي چې په يوه ډول له امریکايانو سره رشته ولري او د امريکا لپاره کار وکړای شي په داسې حال کې چې خپلې ګټې بلکل په نظر کې ونه نيسي بلکې يوازې امريکايي ګټو ته ژمن پاتې کېدی شي.
چې غوره بېلګې يې حمدالله محب او نور دولتي ماموري دي. چې په ټوله معنا امریکايي ګټو ته ژمن دي او خپلې افغاني يا اسلامي ګټې پېژني هم نه.
همداشان هغه خلک کوم چې پخواني دي، ولسمشر غني يې ځکه له دولت څخه د لرې کولو هڅه کوي چې هغوی که نيم د امریکايانو ګټو ته ژمن دي خو له نيم څخه زیات بيا د خپلو جېبونو د ډکولو په غم کې دي، چې دا نو بيا د امريکايانو په زيان تمامېږي.
ځکه نو ويلی شو چې امريکايان د اشرف غني پواسطه د ځوانو کدرونو د ټاکلو په نامه هڅه کوي چې دغه ډول خلک په دولت کې نام نهاد کړي، تر څو د دوی ګټې تأمين کړي.



