سکاټ میلر او اسدالله خالد فراه ته تللي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۸)
په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن فراه تللي دي.
له دوی سره په دې سفر کې د کورنیو چارو مرستیال وزیر خوشال سادات هم ملګرتیا کوي.
دوی به په فراه کې له ولایتي چارواکو سره په امنیتي وضعیت خبرې او ارزونې وکړي.
دا سفر په دا حال کې ترسره کیږي چې د تیرو څو ورځو راهیسې طالبانو په فراه ولایت کې سخت بریدونه پیل کړي دي.
د طالبانو په بریدونو کې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي، پوستې ترې نیول شوي او همدا رنګه ګڼ شمیر مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
په تیرو څو ورځو کې د سکاټ میلر او اسدالله خالد دا څووم سفر دی چې بیلا بیلو ولایتونو ته یې ترسره کوي.



