زابل: طالبانو د چورلکې د نسکورولو ادعا کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۱)

طالبانو رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې يې يوه پوځي چورلکه نسکوره کړې او ګڼ عسکر پکې وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چورلکه د یادې ولسوالۍ مربوط د لغړې کمال کاريز سيمه کې نسکوره شوې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، په چورلکه کې تر ۲۱ پورې عسکر او پنځه تنه عمله يې له منځه تللې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال هم د چورلکې پېښه مني خو په وينا يې په ياده سيمه کې يې بيړنۍ ناسته کړې او چورلکې ته زيان نه دی اوښتی زياتوي د پيښې ځای ته د اردو ځواکونه رسيدلي دي.

ډير کله د طالبانو په بريدونو کې د پوځ او بهرنيانو اړوند چورلکې او بې پيلوټه الوتکې نسکوريږي خو هغوی يې یا بيړنۍ ناستې او یا تخنيکي ستونزې اعلانوي.

مربوطه مطالب

Back to top button