کورنيو چارو وزارت وايي، د طالبانو له زندانونو يې بنديان خوشې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۱)
د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې تيره شپه دولتي ځواکونو په بغلان او کندز کې د طالبانو په زندانونو عمليات کړي چې په پايله کې يې ۴۷ کسان خوشې کړي.
د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په يادو کسانو کې د ملي اردو، ملي پوليس او امنيت سرتيري شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې ۳۴ کسان په بغلان کې او ۱۳ په کندز کې د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
په وروستيو کې دولتي ځواکونو په تکرار سره د طالبانو له زندانونو په ډله ييزه توګه د بنديانو د خوشې کولو ادعاوې کړي خو طالبانو تر اوسه نه دي تاييد کړي.
ډير کله طالبانو ويلي، چې په زندانونو کې يې ځينې جنايي او په نشو روږدي بنديان وي چې د حکومتي ځواکونو عملياتو کې خوشې کيږي.
دغه راز په ورته ډول عملياتو کې د طالبانو له زندانونو د داعش او ملي اردو عسکر هم خوشې شوي، یا د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو هدف ګرځيدلي چې د جنايي بنديانو تر څنګ پکې دولتي عسکر هم وژل شوي دي.



