سيګار: افغانستان کې ۲۴۱۴ امریکايان وژل شوي؛ له شل زرو زيات ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۱)

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکايي مرستو د څار ځانګړې ادارې “سیګار” په یوه تازه خپاره کړي راپور کې د افغانستان په جګړه کې د وژل شويو او ټپي شويو امريکايي عسکرو تعداد خپور کړی دی.

سيګار ويلي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړو کې ۲۴۱۴ امريکايي عسکر وژل شوي شوي او ۲۰۴۸۸ نور ټپيان دي چې ډيری د ژوند په سخت حالت کې دي.

سيګار وايي، دا یوازې هغه امريکايي عسکر دي چې په رسمي دندو افغانستان ته راغلي او هغه چې په قراردادي توګه يې د افغانستان جګړه کې برخه اخيستې پکې شامل نه دي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان په جګړه کې د امريکايي عسکرو تلفات تر رسمي خپور کړي تعداد څو چنده لوړ دی او امريکايي پوځ د تلفاتو کره شمير نه دی رسنيز کړی.

دا مهال په افغانستان کې د څوارلس زره په شاوخوا کې امريکايي عسکر او په همدومره شمير کې ناټو ځواکونه په افغان جګړه کې ښکيل دي چې وخت ناوخت د طالبانو په بريدونو او چاودنو کې وژل کيږي خو امريکايي مسؤولين يې تلفات پټ ساتي.

دغه راز د سيګار راپور ښيي، چې په افغانستان کې ټول ۱۲۰ ميليارده ډالره لګيدلي چې نږدې ۷۴۵ مليارده يې په جګړو مصرف شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button