عمران خان: امريکا دې په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان نه اچوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۱)
د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې هيواد يې په افغانستان کې د سولې غوښتنی کی خو په وينا يې چې پاکستان بايد د امریکا د ماتې مسؤول ونه ګڼل شي.
نوموړي په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل: “پاکستان له ټولو هيوادونو زيات په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی” زياته يې کړه چې هيواد يې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله له ډيرو زيانونو سره مخ شوی او دا به انصاف نه وي چې پاکستان په افغانستان کې د روان بحران مسؤول وبلل شي.
هغه وويل، په افغانستان کې په پرلپسې ډول د امريکا سياستونه له ماتې سره مخ کيږي او د دې مسؤول پاکستان نه دی په وينا يې چې پاکستان په افغانستان کې د سولې راتلو سره همکار او دلچسپي لري.



