ايا د دولت له زندانونو خوشې شوي بنديان ټول طالبان دي؟

راپورتاژ: عبدالرحمن
له کله نه چې امريکا او بهرنيو ځواکونو پر افغانستان يرغل کړی له هغې راهيسې د افغانستان په بيلابيلو زندانونو کې لسګونه زره بنديان شکنجه شوي، وژل شوي، معيوب شوي، آن ډيری يې لا هم لادرکه دي.
که څه هم په لومړيو کې په افغانستان کې طالب ضد خپلسرو قوماندانانو او بهرنيو ځواکونو ښکاره او پټ خپل خپل زندانونه لرل چې طالبان، طالب پلوي او ډيری هغه کسان به پکې ساتل کيدل چې د ترهګر، ترورست او طالب په نوم به نيول کيدل.
د کرزي د لومړۍ دورۍ پر وخت دغه ډول زندانونه زيات و خو وروسته بيا د پلچرخي، بګرام او د ولايتونو په کچه محبسونه فعال او بنديان به ورته راوړل کيدل.
که څه هم کرزي به هغه بنديان چې د قيد موده به يې پوره شوې وه، د زيات عمر به و او یا به يې د بند موده کمه پاتې وه وخت ناوخت په خپلو فرمانونو کې د خوشې کولو اعلان کاوه خو په دغه زندانيانو کې به يې ډيری د جنايي جرمونو او یا په شک کې نيول شوي، یا هم هغه بنديان خوشې کېدل چې واسطې او پيسې به يې لرلې خو بیا هم د عفوی فرمان به عمومي بنديانو ته و.
خو د اشرف غني د واکمنۍ له پيل سره د ولسمشر له فرمانونو د سياسي بنديانو د بند مودې، نه دا چې پکې کموالی راغی بلکې په فرمانونو کې ورته عفوی بندې، د بند مودې يې شپه او ورځ نه حسابيږي، د زرګونه بنديانو د بند مودې پوره شوي لا هم په زندانونو کې دي، په لسګونو ځله په زندانونو کې د دولتي ځواکونو له لوري په زندانيانو وسله وال بريدونه وشول، ډيرو ته يې رواني مشکلات پيدا او ډيری نورو د ناروغيو له امله ژوند له لاسه ورکړ.
بالاخره اشرف غني شاوخوا درې مياشتې مخکې تر مشورتي لويې جرګې وروسته اعلان وکړ چې د هيواد له زندانونو به ۱۷۵ زندانيان خوشې کوي.
نوموړي ويلي و چې دغه بنديان د جرګې په غوښتنه خوشې کوي خو نوموړي نه دا چې یاد بنديان خوشې نه کړل بلکې په اختريز پيغام کې يې يو ځل بيا د بنديانو د خلاصون خبره تکرار کړه او د خلاصیدونکو بنديانو تعداد يې ۸۷۸ تنه وښود.
اشرف غني وويل، (د اختر په احترام باندې نن د افغانستان اولس دې خبر وي چې ۸۷۸ بنديان خلاصيږي، د اختر په احترام او د اولس د غوښتنې په اساس).
څومره بنديان خوشې شوي او ايا طالبان دي؟
پرون بي بي سي د کورنيو چارو وزارت د سرچينو له قوله وليکل چې حکومت د اشرف غني د اختر ورځې د خوشې کيدو د اعلان پر بنسټ د هيواد له بيلابیلو زندانونو نږدې نهه سوه بنديان خوشې کړي دي.
د سرچينې په وينا له تيرو څو ورځو راهيسې د ننګرهار، فارياب، کاپيسا، بغلان، لغمان، کونړ او د پکتيکا ولايتو له محبسونو څخه ۶۸ زندانيان خوشې شوي خو یوې بلې سرچينې بيا ويلي چې د خوشې کيدونکو بنديانو شمير ۱۳۰ تنه دی چې له ډلې ۸۶ تنه د بګرام له زندانه دي.
تر اوسه د دولت رسمي سرچينو د خوشې شويو بنديانو کره شمير نه دی په ډاګه کړی خو د ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي وايي، چې یاد بنديان تر ډيره ناروغان او هغه کسان دي چې د بند مودې يې بشپړې شوي او یا ورته نږدې دي.
د طالبانو وياند ذبیح مجاهد بيا وايي، “ازادي د دغو کسانو خپل حق دی او په طالبانو دې هېڅ احسان نه اچول کېږي”.
دغه راز د طالبانو د بنديانو او خلاصون چارو کميسيون بيا د بنديانو د خلاصون هرکلی کړی خو زياتوي چې په يادو بنديانو کې کم شمير بنديانو په دوی پورې اړه لري او پاتې نور هغه بنديان دي چې د غلطو راپورونو پر اساس نيول شوي دي.
د طالب وياند ذبیح الله مجاهد په رسمي ټويټر ادرس په خپره شوې اعلاميه کې چې د اسلامي امارت د بنديانو د تنظیم اوخلاصون چـــــــاروکمیسیون له خوا خپره شوې راغلي : ” زموږ د معلوماتو په اساس په دغه ۸۸۷ کسیز لیست کې یواځې ۲۶۱ تنه د اسلامي امارت اړوند بندیان شامل وو”.
اعلاميه کې راغلي، نور ټول هغه بنديان دي چې د امریکايانو او کابل ادارې له خوا د غلطو راپورونو پر اساس په چاپو او لویو لارو کې نيول شوي، په جنګي قضيو کې دخيل نه دي.
طالبان وايي، د دغه بنديانو ازاديدل د هغوی اساسي حق و چې د امریکايانو او کابل ادارې له خوا ورڅخه اخيستل شوی و زياتوي ” داچې یادو بندیانوته بیرته د ازادۍ حق ورکول شو، ښه ګام دی”.
د طالبانو د بنديانو چارو کمېسيون وايي، تمه لري چې ټول هغه بنديان خوشې کړي چې د ناسمو راپورونو پر اساس نيول شوي زياتوي چې ” د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون د تیرې ورځې د راخلاصو شوو بندیانو آزادي ښه ګام بولي او د دې پروسې د دوام غوښتنه کوي”.
بايد وويل، چې دا لومړی ځل دی چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په خپل فرمان کې یو شمير طالب زندانيان خوشې کوي خو طالبانو ډير کله په جګړو کې نيول شوي بندي عسکر د ضمانتونو په ورکولو سره خوشې کړي دي او خپلو کورنيو ته سپارلي دي.



