زابل: طالبان وایي، دایچوپان ولسوالي یې نیولې ده

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۸)

طالبانو د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر خبر خپور کړی چې پکې ویل شوي، د دایچوپان ولسوالۍ د مرکز په ګډون یوه لویه قرار ګاه د دوی ځواکونو نیولې ده.

د احمدي په وینا چې په دې عملیاتو کې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي چې د ځینو جسدونه لا هم د جګړې په میدان کې پراته دي.

طالبان د مهماتو د نیولو ادعا هم کوي.

حکومتي سرچینو د دایچوپان ولسوالۍ په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو طالبانو ته یې د ډیرو تلفاتو وراړولو خبر ورکړی دی.

افغان حکومت ادعا کړې چې په دایچوپان ولسوالۍ کې یې ۴۵ تنه طالبان وژلي خو طالب ویاند احمدي بیا دا ادعا ردوي او وایي چې د دوی ۲ تنه ملګري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

طالبان دا ولسوالۍ په داسې وخت کې نیسي چې څو ورځې وړاندې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او سکاټ میلر دې ولایت ته تللي وو.

طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زیات زور کړی چې له امله یې زیاتې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او همدا رنګه امنیتي ځواکونو ته هم زیاته مرګ ژوبله وراړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button