د افغانستان کرکټ بورډ نوي بدلونونه راوستل

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۸)

د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي نن یوه خبري کنفرانس ته په کرکټ بورډ کې د نویو بدلونو په اړه خبر ورکړ.

فضلي خبریالانو ته وویل چې د لوبډلې د غوراوي کمیټې لپاره یې د لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مولز او مجاهد ځدراڼ تعیین کړي دي.

د فضلي په وینا چې له دې وروسته به دغه کسان د لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره کوي.

فضلي همدا رنګه وویل چې له دې وروسته به حکمت خلیل کرزی، اکلیل حکیمي، احمد شاه سنګین او سید منصور سادات هم د کرکټ بورډ غړي نه وي.

نوموړي د کرکټ بورډ د غړیتوب لپاره په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل، د ولسمشر سلاکار ضیاءالحق امرخېل، د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ او د ښار جوړونې وزیر احمد جواد پیکان اعلان کړل.

په کرکټ بورډ کې دا بدلونونه په داسې حال کې راځي چې ویل کیږي، کرکټ بورډ کې فساد روان دی.

د ځینو خلکو په باور چې فضلي ځکه په داسې وخت کې د دې بدلونونو اعلان وکړ چې د خلکو توجه په کرکټ بورډ کې له شته ستونزو څخه واړوي.

شهزاد محمدي چې د ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی دی، په کرکټ بورډ کې د توطئو ښکار شوی او له لوبډلې ایستل شوی دی.

د شهزاد په وینا چې د افغانستان کرکټ د تباهۍ په لور رهي دی.

مربوطه مطالب

Back to top button