کابل ټکی کام(سه شنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۸)
تیره ورځ په زابل کې د بي بي سي او رادیو ملي تخنیکي همکار سخي بلوڅ د نامالومو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.
دا پیښه په کلات ښار کې رامنځته شوې ده، بریدګرو بلوڅ د چړو په مټ وژلی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې خبریالان له داسې پیښو سره مخ کیږي بلکې د ۲۰۱۹م کال له پیل څخه دا پنځم خبریال دی چې د نامالومو کسانو له لوري وژل کیږي.
نۍ چې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره ده، د بلوڅ په وژل کیدو یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.
نۍ له حکومته جدي غوښتنه کړې چې د سخي بلوڅ د قتل موضوع دې جدي وڅیړي او عاملین دې یې د قانون په لاس کې ورکړي.
سخي بلوڅ په داسې حال کې وژل کیږي چې په دې وروستیو کې د ځینو حکومتي چارواکو لخوا هم سیمییزو خبریالانو ته ګواښونه کیږي.


















