ټاکنوکمېسیون: دنا امنیو اوځینو نورو ستونزو له امله دنوم لیکنې ۵۲ مرکزونه بند پاتې دي

کابل ټکی کام ( سه شنبه ، ۲۱ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

د هېواد دټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ناامنیو، اختلافاتو او ځینو نورو ستونزو له امله په ټول هېواد کې د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې شاوخوا ۵۲ مرکزونه تړلي پاتې دي چې د ولس اندیښنې یې راپارولي.

ددې کمېسیون د چارواکو په خبره، د هېواد په کچه د رایې ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې له ۴۵۸ مرکزونو څخه ۴۰۶ یې خلاص او پاتې نور یې لا هم تړلي پاتې دي.

د ټاکنو کمیسیون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات وایي، د دغو مرکزونو د تړل کېدو لامل، د دغه پروګرام له عملي کېدو سره د پوهنې وزارت نه همکاري ده.

نوموړی دغه راز زیاتوي، ۱۵ مرکزونو ته اړوند مواد نه دي رسېدلي، له ۳ مرکزونو سره دپوهنې وزارت مرسته نه ده کړې او نور د امنیتي ننګونو له امله خلاص شوي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یاد کمیسیون ویلي وو چې په ټول هېواد کې به د رایې ورکوونکو لپاره مرکزونه پرانیستي وساتي خو تر اوسه ددې کار په کولو نه دي توانېدلي.

حکومت که څه هم په خپل وخت دټاکنو ترسره کېدو ته خپله ژمنتیا ښیي؛ خویوشمېر څېړونکي بیا حکومت په لوی لاس ددې پروسې په مخنیوي تورنوي.

مربوطه مطالب

Back to top button