سعودي: دفاعي ځواکونو د حوثيانو دوې ډرون الوتکې ویشتلي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۸)
د سعودي په مشرۍ د ائیتلاف ځواکونو لخوا تیره شپه د حوثیانو دوه ډرون الوتکې ویشتل شوي دي.
د دې ائیتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي چې د حوثیانو دوه ډرون الوتکې د سویل لویدیځ په خمیس مشیط ښار کې د دفاعي ځواکونو لخوا په نښه شوي او راولیدلې دي.
د المالکي په خبره چې حوثي یاغیانو غوښتل ترڅو د سعودي عربستان په خاوره کې برېدونه وکړي خو په وینا یې د دفاعي ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه.
حوثیان ډیری وخت د سعودي عربستان په خاوره توغندي هم راتوغوي چې د المالکي په خبره د دفاعي ځواکونو لخوا یې هر وخت مخه نیول کیږي.



