کابل ټکی کام ( سه شنبه ، ۲۱ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
راپورونه وايي چې په غزني ولایت کې په ددوو جلا جلا ترافیکي پېښو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي دپیښې دتاید ترڅنګ وایي چې یاده پېښه ددې ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې درنده مرګ ژوبله یې اړولې.
ددې ولایت د پولیسو ویاند احمد خان سیرت رسنیو ته وویل لومړۍ پېښه نن سهار اووه بجې د یاد ولایت د ګیلان ولسوالۍ په اړوندو کې د کابل کندهار پر لویه لار د یو ۴۰۴ ډوله موټر او سراچې د ټکر له امله رامنځته شوې چې پکې پنځه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، دویمه پېښه، شاوخوا لس بجې د همدې ولسوالۍ په شهباز سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې خلکو غوښتل د تېلو یو ټانکر موټر تخلیه کړي.
سیرت وایي د تخلیې پر وخت ټانکر اور اخیستی دی او لس کسان یې ټپیان کړي دي.
د ویاند په خبره ټپیان د دولتي ځواکونو له لوري روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.
تردې وړاندې هم دکابل ـ کندهار په لویه لار ورته پیښې رامنخته شوي چې ځایي اوسېدونکي یې دموټروانانو تېز رفتاري او بې احتیاطي ستر لامل ښیي.
















