د چاپو پر وړاندې د طالبانو متقابل عمليات

ليکنه : جنرال صفی الله هوتک
د نړۍ منظم پوځونه د چریکي جنګیالیو په مقابل کې زیات کار له ځانګړو ځواکونو څخه اخلي ، په افغانستان کې هم د طالبانو د چریکي جګړې پر وړاندې د بهرنیو پوځونو او د دوی د ملګرو زیات تمرکز د ځانګړو ځواکونو پر عملیاتو دی .
له همدې امله د بهرنیانو په مرسته ګډ حکومت د خپل دفاع وزارت په چوکاټ کې د خپلو کمانډویي ځواکونو تشکیلات د فرقې له کچې څخه د قول اردو کچې ته لوړ کړل ، همدغه راز یې د خپل استخباراتي ارګان او داخله وزارت په چوکاټ کې په ډول ډول نومونو ځانګړي ځواکونه رامنځته کړل . سربیره پر دې د امریکا ، برطانیې او ځينو نورو هغه لویديځو هیوادونو چې په افغانستان کې پوځونه لري استخباراتي سازمانونو هم په ډول ډول نومونو یو لړ ځانګړي کرایي ځواکونه رامینځته کړي دي لکه : د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ښکارکلا په سیمه کې د انګلسانو له لوري رامنځته شوې خاصه کرايي قطعه او په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د کمپاین ، ضربتیانو او سپیشل فورسو په نومونو د (CIA ) له لوري رامنځته شوې خاصې کرايې قطعې .
دغه ټول ځواکونه ظاهراً د طالبانو پر وړاندې د ورځې او شپې له لوري ډول ډول عملیات او چاپې سرته رسوي چې زیاتره وخت زموږ ملکي هیوادوال پکې په قصدي توګه په نښه کیږي او له همدې امله په دې وروستیو کې زموږ د ملکي هیوادوالو تلفات بیخي لوړې کچې ته رسیدلي دي ، یوناما چې ډیر ځله د امریکایانو او ګډ حکومت په داسې کړنو سترګې پټوي ، هغوی هم څه موده د مخه په دې اړه یو راپور خپور کړ .
په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې اوریدل شوې دي چې طالبانو د ګډو ځواکونو د چاپو پر وړاندې یو لړ هر اړخیز اقدامات او متقابل عملیات په پام کې لري او اوس کرار کرار د طالبانو د دغه اقداماتو او متقابلو عملیاتو عملي نښې راڅرګنديږي او په ګډو ځواکونو یې ژور اغیز محسوسیږي .
په افغانستان کې د امریکا د سرمفتش دفتر ( سیګار ) د یو راپور له مخې چې اوس تازه خپور شوی دی د ګډ حکومت د ځواکونو تلفات په دفاعي عملیاتو کې ۴۵ سلنه او په تعرضي عملیاتو کې ۲۱ سلنه زیات شوي دي او څرنګه چې ګډو ځواکونو په دې وروستیو وختونو کې کوم لوی تعرضي عملیات د طالبانو پر وړاندې سرته نه دي رسولي نو ځکه ویلای شو چې په تعرضي عملیاتو کې د ګډو ځواکونو ۲۱ سلنه زیات شوي تلفات په حقیقت کې په هغه چاپو کې د ګډو ځواکونو تلفات دي چې د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې ماتې شوي دي او پر وړاندې یې طالبانو متقابل عملیات سرته رسولي دي ، چې ښه بیلګه یې په تیره میاشت کې د کندز په ولایت کې د ګډو ځواکونو د چاپو پرلپسې ماتیدل ، د روان کال د می میاشتې په ۲۲ نیټه د کابل د سروبي ولسوالۍ په سپرکونډۍ سیمه کې د ګډو ځواکونو د چاپې ماتیدل ، د می میاشتې په ۲۳ نیټه د پکیتا د احمد خیلو په ولسوالۍ کې د ورځې له مخې د کمانډویي ځواکونو د تعرض ماتیدل ، د روانې میاشتې د ۴ نیټې په شپه د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د چاپې ماتیدل ، همدارنګه د روانې میاشتې د ۹ نیټې په شپه د پکتیا په اریوب ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د چاپې ماتیدل ، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په زهرابي سیمه کې د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د ګډو ځواکونو د صفر (۹) قطعې د چاپې ماتیدل او له دې څخه د مخه په هلمند ، کندهار ، فراه او ځينو نورو ولایتونو کې هم د ګډو ځواکونو د قوي شپنیو چاپو ماتیدل د یاد حقیقت ښې بیلګې دي .
د خپرو شوو راپورونو او عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې د طالبانو په دې متقابلو عملیاتو کې د بهرنیاو او ګډ حکومت ځانګړو ځواکونو ته ډير زیات ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي ، همدغه راز په دې وروستیو کې د ګډ حکومت د ځانګړو ځواکونو په مرکزونو د طالبانو سرتیرو بریدونو هم ګډ حکومت او بهرنیان وارخطا کړي دي چې ښه بیلګه یې څو میاشتې د مخه په میدان ښار کې د ملي امنیت په خاصه قطعه او په دې وروستیوکې د غزني په ولایت کې د خاصې قطعې او ریزرف قطعې په مرکزونو له هاموې ټانګونو څخه په استفادې درانه سرتیري بریدونه وو .
په کابل ، کندهار ، خوست او ځينو نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د بهرنیو استخباراتي سازمانونو د کرايي ځواکونو او د ګډ حکومت د ځانګړو ځواکونو د مهمو افسرانو هدفي وژنې هم د طالبانو د نوو اقداماتو او متقابلو عملیاتو له ټولګې څخه ګڼل کیږي .
د پوځي شنونکو له انده څرنګه چې ګډ خاص ځواکونه د خپلو شپنیو چاپو او ورځنیو عملیاتو پر وړاندې د طالبانو متقابلو عملیاتو سخت وارخطا کړي دي ، له همدې امله په عمدي توګه زموږ بیګناه هیوادوال په نښه کوي او رسنۍ دې ته مجبوروي چې یا سترګې پرې پټې کړي او یا یې د طالبانو د تلفاتو په توګه خبر خپور کړي .
دغه شنونکي پر دې اند دي چې د ګډو ځواکونو دغه کړنې په ځای ددې چې د دوی په ګټه تمامې شي او طالبان تر فشار لاندې راولي برعکس د دوی په زیان تمامیږي ، اولس فاصله ترې پیدا کوي او لا له طالبانو سره خپل ملاتړ زیاتوي او که د دوی دغه شپنۍ چاپې او په قصدي توګه د بې ګناه ملکي هیوادوالو په نښه کول دوام پیدا کړي کیدای شي د اولس له سختې کرکې او سراسري پاڅون سره مخ شي .
همدغه راز دغه پوځي شنونکي د ګډو ځواکونو د خاصو عملیاتو پر وړاندې ( چې د امریکایانو او د دوی د ملګرو وروستۍ هیله ده ) د طالبانو نوي اقدامات ډیر اغیزمن ګڼي او وړاندوینه کوي که دغه اقدامات لا پراخ او له ښو جنګي تکتیکونو څخه په استفادې پیاده شي نو کیدای شي په سیاسي او پوځي ډګر کې د طالبانو موقف ډير قوي او امریکایان لا زیات تنزل ته اړ کړي .

مربوطه مطالب

Back to top button