ټرمپ او جوبایډن پر یو بل کلک لفظي ګوزارونه کړي

کابل ټکی کام ( چهارشنبه ، ۲۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

د یوشمېر امریکايی رسنیو د راپور په اساس چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه کلیدي سیال جو بایډن پر یو بل سخت لفظي ګوزارونه کړي دي.

ولسمشر ټرمپ پرون مخکې له دې چې آیووا ته سفر وکړي په سپینه ماڼۍ کې جو بایډن یو کم عقل او له ذهني ضعف سره مخ کس یاد کړ.

بلې خوا بیا دنوموړي سیال بایډن هم د ټرمپ په ځواب کې ویلي، چې ۷۲ کلن ټرمپ د امریکا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی، اوشرمونکی ولسمشر دی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د ۲۰۲۰ مېلادي کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره اوس د ټرمپ نوماندېدل نیږدې یقیني شوي دي، خو بایډن بیا په خپل ګوند کې د نیږدې ۲۰ تنو سیالانو له سیالۍ سره مخ دی.

ټرمپ اوبایډن په امریکا کې له مشهورو سیالانو او سیاسي رقیبانو څخه بلل کېږي چې وخت ناوخت یو پر بل کلکې لفظي نیوکې هم کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button