پیټ بتیجیج: د افغانستان جګړه باید ختمه شي، کانګرس دې د ټرمپ صلاحیتونه لغوه کړي

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۸)

د دیموکرات ګوند لخوا د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند پیټ بتیجیج وایي چې په افغانستان کې د امریکا روانه بې ځایه جګړه باید ختمه شي.

بتیجیج په ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې چې ګواکې د افغانستان د جنګ د ختمولو نعرې وهي خو عمل یې لا هم نه دی پرې کړی، دی ټینګار کوي چې دا جګړه باید ژر تر ژره ختمه او ځواکونه راوایستل شي.

نوموړي د امریکا په کانګرس غږ کړی چې له ټرمپه باید د جنګ کولو صلاحیت واخستل شي.

نیویارک ټایمز لیکلي، چې بتیجیج ۳۷ کاله عمر لري او خپله هم ۷ میاشتې د افغانستان په جګړه کې پاتې شوی دی.

بتیجیج دا خبرې په داسې حال کې کوي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو بوخته ده او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر څرنګه وتلو فکر کوي.

ویل کیږي خلیلزاد به د دې ځل سفر په ترڅ کې له طالبانو سره په همدې خبره موافقه وکړي چې ځواکونه به له افغانستانه وباسي او طالبان به د اینده افغانستان ضمانت ورکوي چې د چا په ضد به یې نه استعمالوي.

مربوطه مطالب

Back to top button