میدان وردګ: چارواکي وایي، د سیمییزو پولیسو قومندان وژل شوی

کابل ټک کام( چهار شنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۸)
د میدان وردګ ولایت د سیمه ایزو پولیسو قومندان (یوسف ستانکزی) د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د دې ولایت امنیه قومندان جنرال ویس هم د طالبانو په یوه برید کې د یوسف وژل کیدل تائید کړي دي.
ویس له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، یوسف په سیداباد ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو چې طالبانو د امنیتي ځواکونو په اکمالاتي کاروان برید وکړ.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو ټویټر د یوسف د وژل کیدو مسؤلیت منلی او زیاته کړې یې ده چې له ده سره ۸ عسکر نور هم وژل شوي او ۴ تنه ټپیان دي.
مجاهد ادعا کوي چې ۶ اکمالاتي موټر یې هم ویجاړ کړي دي.
قومندان یوسف ستانکزی په سیمه کې یو له مهمو قومندانانو څخه ګڼل کیده او کابو ۱۵ کاله کیدل چې د افغان حکومت په لیکو کې یې کار کاوه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته ډیر زور ورکړی او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې بریدونه کوي او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.



