د عمران خان او مخالف پیپلز ګوند ترمنځ نانندرۍ او یو بل ته ګواښونه

کابل ټکی کام( چهار شنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۸)

د پاکستان لومړي وزیر عمران په مخالف ګوندونو پسې سخته رااخستې، د پیپلز او مسلم لیګ ګوندونو ځیني مشران یې هم نیولي دي.

عمران خان تیره ورځ په یوه تلویزوني وینا کې ویلي، وخت رارسیدلی ترڅو له خائنانو سره حساب او کتاب وشي.

د ده په وینا، اوس به معلومه شي چې پاکستان څنګه او ولې ۲۴ میلیارده ډالر قرضداره شوی دی.

عمران خان تور پور کړې چې پاکستان د پیپلز او مسلم لیګ د حکومتونو پر مهال دومره پوروړی شوی او په وینا یې چې ګرم کسان به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د عمران خان د دې څرګندونو په غبرګون کې بلاول بوټو عمران خان ته په ځواب کې ویلي چې په زندانونو مو نشې ویرولای.

بلاول ویلي، عمران خان دومره ډاریږي چې وینا هم د ورځې نشي کولای بلکې د شپې یې کوي.

د بلاول په خبره چې خلک پوه شوي او هېڅکله به بې روزګارۍ او ګرانۍ ته رایه ورنکړي.

بلاول د عمران په اړه زیاته کړې چې نوموړی غواړي په دې خبرو سره اقتصادي خودکشۍ ته ځان برابر کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button