سعودي: پر ابها هوايي ډګربرید درانه تلفات اړولي

کابل ټکی کام ( چهارشنبه ، ۲۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

دسعودي رسنیو دراپور لمخې، نن دسعودي په یو هوايي ډګر دمزایلو برید درنده مرګ ژوبله اړولې.

په عربستان کې دابرید پر یوه هوایي ډګر د میزاییلو په توسط شوی.
دچارواکو په وینا په دې برید کې ۲۶ ملکیان ټپیان شوي دي.

د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف په یوه اعلامیه کې ویلي، یاد برید پر ابها هوایي ډګر شوی.

دوی زیاتوي د میزاییلو لګېدو له امله په ټپیانو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

دغه هوایي ډګر د سعودي او یمن ترمنځ سرحدي سیمه کې پروت دی.

سعودي تور پورې کوي چې دا برید حوثي یاغیانو کړی دی او دا ثابتوي چې دې ډلې له ایرانه پرمختللې وسلې ترلاسه کړې دي.

دې ایتلاف دا برید یو جنګي جنایت بللی، اوژر تر ژره یې دې ډلې ته دسختې سزا غوښتنه کړې.

خو ایران او حوثي یاغیانو تر اوسه دسعودي لخوا ددې تور په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button