ټرمپ: که ایران خپلې ستونزې راکموي نو سرټمبګي دې پریږدي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۳غبرګولي، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران غواړي چې خپلې ستونزې راکمې کړي نو سرټمبګي دې پریږدي.
ټرمپ وايي چې ایران له سختو ستونزو سره مخ دی او امریکا کولای شي د ستونزو په راکمولو کې ورسره مرسته وکړي.
ایران په دې وروستیو کې د امریکا له سختو اقتصادي او پوځي بندیزونو سره مخ دی.
ټرمپ چې د ایران په اړه دا تازه څرګندونې پولنډ ته د سفر پر مهال کړي، زیاته کړې چې ایران په نړۍ کې د تروریزم ملاتړ کوي.
دی وایي، که ایران همداسې د تروریزم ملاتړ ته دوام ورکړي نو له نورو بندیزونو سره به هم مخ شي.
ټرمپ دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تیره ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو، په ایران د امریکا بندیزونو او فشار هېڅ اغیز نه دی کړی.
د روحاني په خبره، که امریکا غواړي چې د فشارونو له لارې خپلو موخو ته ورسیږي نو اشتباه کوي.



