روانه مياشت څلورم توغنديز بريد دی چې پر بګرام هوايي ډګر ترسره کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۳)
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر تيره شپه یو ځل بيا توغنديز بريد ترسره شوی دی.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې تيره شپه طالبانو پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريد کړی او بهرنيانو ته يې ځاني او مالي تلفات اړولي دي زياتوي “تیره شپه د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، توغندیز برید وشو. اشغالګرو ته درانه ځاني اومالي تلفات اوښتي”.
د روانې جون مياشتې راهيسې دا څلورم ځل دی چې طالبان د بګرام هوايي ډګر تر توغنديز برید لاندې نيسي.
د جون په دوهمه، په درېيمه او په لسمه نيټه هم پر بګرام هوايي ډګر د توغنديز بريد خبر ورکړل شوی وی.
بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه ده چې وخت ناوخت د طالبانو له خوا د توغنديزو بريدونو لاندې راځي او بهرنيو ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه اعلانوي.



