خپل سمارټ فون له ځانه ليرې کړۍ او وړيا پيزا وخورۍ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۳)

په خلکو کې د سمارټ فون استعمال دومره عام شوی چې ډيری خلک په خپلو منځونو کې خبرو کولو ته نه اوزګاريږي خو اوس د یوه هوټل مسؤولينو اعلان کړی چې څوک خپل سمارټ فون بند او له ځانه ليرې کړي نو په هوټل کې يې په وړيا توګه پيزا خوړلی شي.

د امریکا په کليفورنيا ایالت کې د “کری پيزا کمپنۍ” والا (د یو بل سره خبرې وکړۍ) تر نامه لاندې یو رعايتي پکج اعلان کړی خو شرط يې پرې د سمارټ فون نه استعمالول ايښي دي.

په هوټل کې د مفت خوراک لپاره د څلورو کسانو ګروپ او د هغوی سره سمارټ فون لرل ضروري دي خو خپل سمارټ فونونه به بندوي.

د هوټل مسؤولين وايي، هغه څوک چې د دوی ټول شرایط پوره کړي نو په هوټل کې یوه وړيا پيزا خوړلی او يا هم کولای شي چې بې کوره خلکو ته له خپلې خوا څخه یوه پيزا ورکړي.

 د کمپنۍ مسؤولين وايي، له دې څخه د دوی موخه دا ده چې خلک له سمارټ فون نه ليرې کړي او خپلو منځونو کې خبرې وکړي.

یاده کمپنۍ وايي، هغه څوک چې يو ځل پيزا وخوري کولی شي چې څلورويشت ساعته وروسته بيا د کمپنۍ شرط پوره او بيا پيزا وخوري زياتوي که خپله يې نه خوري نو دوی هره میاشت ځينې پيزاګانې صدقه کوي او په هغې صدقه کې يې هم نورو خلکو ته ويشلی شي.

تير کال په مسکو کې د پيزا يوې کمپنۍ اعلان کړی و چې هغه ۳۵۰ لومړني کسان چې د خپل بدن په کومه حصه د یادې کمپنۍ لوګو د ټيټو په شکل ولګوي نو تر راتلونکو سلو کلونو به مفته پيزا ورکوي او یو کس کولای شي په کال کې سل وړيا پيزاګانې ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button