کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۳غبرګولي، ۱۳۹۸)
د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي چې ایران د چا ګټو ته خطر نه دی او نه به هم چاته ګواښ پیښ کړي.
روحاني امریکا ته د ګواښ په ډول ویلي، که امریکا تر سره خط پښه راواړوله نو سخت ځواب به ورکړي.
د روحاني په وینا چې ایران له چا سره د جګړې تلوسه نه لري خو که څوک ورباندې تیری وکړي نو سخت غبرګون به وویني.
حسن روحاني دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د جاپان لومړی وزیر شینزو ابه تهران ته تللی او د امریکا او ایران د کړکېچ د راکمولو هڅه کوي.
شینزو ابه دواړو هیوادونو ته د زغم او حوصلې سپارښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د دوی دواړو کړکېچ له منځه وړل به سیمه له ثبات سره مخ کړي.
په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ د ایران په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، که ایران له خپلې سرټمبګۍ نه لاس وانخلي نو له نورو بندیزونو سره به هم مخ شي.
ټرمپ ویلي چې ایران له ستونزو سره مخ دی او امریکا یې د ستونزو په حل کې ورسره مرسته کولای شي.
















