د صحابه ؤ د شان په اړه د عمران خان خبرو ته د مفتي تقي عثماني غبرګون

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۳غبرګولي، ۱۳۹۸)
د پاکستان مفتي اعظم تقي عثماني د عمران خان هغو خبرو ته غبرګون ښودلی چې د صحابه ؤ په اړه یې کړي دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه وینا کې د صحابه کرامو په اړه ګستخانه الفاظ کارولي وو، چې غبرګونونه یې راپارولي دي.
خان ویلي وو چې د بدر په غزا کې ځکه ۳۱۳صحابه وو ګډون درلود چې نور صحابه ډارېدل.
عمران خان همدا راز د احد غزا په اړه هم په څرګندونو کې ویلي چې صحابه کرام له هغې غونډۍ څخه د “چور چپاول” لپاره راښکته شوي ول.
تقي عثماني د عمران خان دا خبرې له اسلامي تاریخه د نوموړي ناخبرتیا بولي او وایي چې د صحابه وو په شان کې داسې خبرې کول ظلم او سپکاوی دی.
تقي عثماني ویلي چې د بدر غزا یوه بیړنۍ پرېکړه وه او صحابه د جګړې لپاره نه بلکه د قریشو د قافلې د راګرځولو لپاره وتلي وو.
نوموړي د عمران خان د احد د غزا په اړه د څرګندونو په ځواب کې ویلي چې هغه د “چور چپاول” لپاره نه، بلکې یوه اجتهادي خطاء وه او الله تعالی ورته بښنه کړې ده.



