کابل ټکی کام ( پنجشنبه ، ۲۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د قرغیزستان پلازمینې بشکیک ته تر سفر مخکې د یوشمېر حکومتي عالمانو سرتاسري شورا له مشرتابه سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال ویلي چې دسولې برخه کې نړیواله اجماع رامنځته شوې او امریکا اوس د افغان حکومت د سولې طرحه تعقیبوي.
غني د امریکا له لوري دافغان حکومت د سولې طرحې د تعقیب لامل د افغان حکومت دریځ یاد کړ او زیاته یې کړه چې افغان حکومت د بین الافغاني خبرو کلک ملاتړی دی او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅې دریغ نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان حکومت تل له امریکا ګیله کوله چې له طالبانو سره په خپل سر خبرې کوي او خپله شخصي اجنډا تعقیبوي.
لیکن ظاهراً بیا ددې څرګندونو کوم څرک نه لیدل کېږي، ځکه چې نه هم په دې مذاکراتو کې داوسني حکومت کوم استازي شتون لري، اونه هم له کوم پړاو وړاندې له دوی سره مشوره کېږي.
شنونکي بیا دغني وروستۍ څرګندونې خپلو لارویانو او یارانو ته دمورال ورکؤنې په معنی بولي.
















