په ارګ کې د تورمخو سیاسیونو اخلاقي فساد او د قضائیه ارګان چوپتیا

ډاکټر یوسف اکبري
په دې وروستیو کې زمونږ په هیواد کې د اخلاقي فساد په اړه اوازونه پورته شول، خو که یو ځغلنده نظر واچوو په فعلي رژیم کې پر اداري فساد برسیره درې ډوله اخلاقيو فسادونو هم سرونه راپورته کړي دي.
لومړی: د معیشت د تامینولو په موخه اخلاقي فساد ته لاس اچول
دوهم: د رقابت او سیالیو په موخه اخلاقي فساد ته لاس اچول
دریم: د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو په موخه اخلاقي فساد ته لاس اچول
د خپلې کورنۍ او اولادونو د معیشت د تامینولو په موخه اخلاقي فساد ته لاس اچول هغو بد اخلاقیو ته ویل کیږي چې ځینو میرمنو خپل میړونه د جګړې په جبهاتو کې د امریکا د ګټو لپاره په خونړیو جګړه کې ځانونه له لاسه ورکړي دي، او د فقر او بیوزلۍ او تنګ لاسۍ له کبله او خپلو اولادونو ته د یوې نمړۍ ډوډۍ د موندلو له کبله دولتي ادارو او مقاماتو ته مراجعه کوي او د دولتي مقامونو لخوا مجبورول کیږي څو اخلاقي فساد ورسره ومني. او د خپل هوس جنسي ښکار یې وګرځوي، چې په دې اړه په مکرر ډول راپورونه ورکړل شوي او د ټولنیزو رسنیو له لارې خپاره شوي دي.
دوهم د سیالۍ او رقابت لپاره اخلاقي فساد هغې بد اخلاقۍ ته ویل کیږي چې هغه میرمنې چې په دولتي پوستونو کې یوه له بلې سره سیالي او رقابت لري او نه غواړي یوه له بلې وروسته پاتې شي او خپل پوست ته د رسیدا او د خپل رقابت د بریالي کېدا لپاره هر ډول بد اخلاقۍ ته لاس اچوي او له دولتي مشرانو سره هر ډول بد اخلاقي او بد لمني مني.
دریم د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو لپاره اخلاقي فساد منل: هغه بد اخلاقي ده چې قدرت ته د رسیدو په موخه ترسره کېږي، چې ښه بیلګه یې په ارګ کې د ریاست جمهوري بد اخلاقي ده، چې سیاسي بد اخلاقي ورته ویل کیږي، چې ښځینه نوماندانو ته د بریالبتوب په مقابل کې د اخلاقي فساد ست شوی دی، او ځینې یې پکې اخته کړای شوي دي.
د اخلاقي فساد په جرم سره په یوه دولتي رژیم کې د مقننه او مجریه قواو د مقاماتو مرتکب کیدل په دې معنا دي چې اصلا له محارمو سره نا مشروع اړیکې ترسره کېږي، حال دا چې دا قوې په یوه نظام کې د یوې کورنۍ حیثیت لري، لکه : پلار، مور، ورور او خور، چې ټول د یوه تن په څیر په یوه کورکې ژوند کوي.
په ارګ کې دې ډول بې حیایۍ ته د مجریه قوې لاس اچول وکولای شول اسلام او له غرب نه واردې شوي دموکراسي خو پریږده آن انسانیت او بشریت ته یې ټکان ورکړ.
نو ځکه د دا ډول بې حیا سیاستمدارانو په واسطه د دا ډول ناوړه او بوږنوونکو اعمالو ترسره کیدل هغه هم د ملت د کور په داخل کې، او هغه هم په داسې حال کې چې خلکو ته درواغجن شعار ورکوي چې دا حکومت د خلکو حکومت دی او د خلکو په خدمت کې دی چې په اصل کې دا یو پر دیکتاتورۍ باندې ولاړه یوه بدنامه امریکایي عیسوي اداره ده، د هیواد قضایي او عدلي ارګانونه باید په ارګ کې ناستو باندې د واردو شویو تورنو په اړه او د دوی د نامشروعو اړیکو په اړه خپله خوله چوپه نکړي، او دا موضوع باید جدي ونیسي، او په ساده ګۍ سره ترې تیر نشي.
د میرمنو د حرمت د ساتنې په خاطر باید پاک او ناپاک سره جلا کړل شي، تور مخي سیاستمداران باید رسوا کړل شي، او د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.
که فرضا دا تورونه ثابت شی او د مققنه قوي پر وړاندې قانوني عمل ونشی په دې کې شک نه پاتې کیږي چې د اداري فساد چې په ټوله نړۍ کې یې مثال نشته تر څنګ به د فحشا او منکراتو داسې نوی تور سیلاب د هیواد پاک او ناپاک ټول داسې لاهو کړي چې په تاریخ کې به ساری ونلري.



