د عمان په خليج کې دتېلوبېړۍ په نښه شو

کابل ټکی کام ( پنجشنبه ، ۲۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

يوشمېر رسنيو راپور ورکړی چې دعمان په خلیج کې پر تېلو بار يوشمېر بېړۍ په مرموز ډول تر برید لاندې راغلي.

راپور زياتوي چې دا برید پر دوو هغو سترو بېړیو باندې شوی دی چې ۷۵ زره ټنه تېل یې لېږدول.

له دې برید وروسته په نړیوال بازار کې د تېلو په بیه کې څلورنیم سلنه ډېروالی راغلی دی.

که څه هم تر اوسه د برید څرنګوالی څرګند نه دی خو نا تایید شوي راپورونه وایي، یوه کوچنۍ له باروتو ډکه کښتۍ د تېلو له یادې بېړۍ سره جنګول شوې ده.

د راپورونو له مخې، د ایران سمندري ځواکونو د یوې بېړۍ ۲۱ او د بلې هغې ۲۳ تنه عمله ژغورلې ده.

د ناروې هېواد د سمندري چارو ادارې ویلي، یوه بېړۍ د دوی ده.

دا بريد په داسې حال کې ترسره کېږي چې یوه میاشت وړاندې هم د متحدو عربي اماراتو ساحل ته څېرمه پر څلورو تېل وړونکو بېړیو بریدونه شوي وو.

دهغو بريدونو پړه که څه هم کومې جنګي ډلې نه وه منلې خو يوشمېر چارواکو يې پړه دايران په سپاه پاسدارن ډلې وراچولې وه، خو ددې بريد په اړه تراوسه هيچا څه ندي ويلي.

مربوطه مطالب

Back to top button