د داعش د خطر په اړه د امریکايي جنرال څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۴)

طالبانو امريکا ته د افغانستان داعش د خطر په اړه د امريکايي جنرال فرنک مکنزي څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د هغه یاده ادعا يې رد کړې چې ګنې افغاني داعش امریکا ته خطر دی.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال مکنزي پرون په المان کې رسنيو ته وويل، چې افغانستان کې د داعش د فعاليتونو په اړه اندېښمن دی، دغه ډله غواړي په امريکا بريدونه وکړي، تر څو چې هلته تر فشار لاندې وي، څه نه شي کولی.

خو طالبانو د جنرال مکنزي د یادو څرګندونو په غبرګون کې د هغه ادعا رد کړې وايي، له کومې ورځې چې په افغانستان کې داعش ډله پيدا شوې له همغې ورځې ورسره امريکا مرستې کوي، هيڅ لوی قوت نه دی چې ګواښوونکی وبلل شي.

طالبانو ويلي، د هيواد ډيری سيمې يې د داعش له وسله والو پاکې کړي یوازې په شرقي سيمو کې پاتې دي، چې امريکايي ځواکونه يې هوايي ملاتړ کوي، کله چې هم طالبان پرې د عملياتو پلان جوړ کړي ګډ ځواکونه د طالبانو لومړۍ جنګي کرښې بمباروي، پر هغوی چاپې اچوي او د داعش د ورکيدو مخه نيسي.

(که امریکايي جنرالان واقعا د داعش له فتنې څخه ویره لري، نو بیا ولې د هغوی د ورکیدو مخه نیسي او د اسلامي امارت د مجاهدینو د عملیاتو په مخ کې خنډونه ایجادوي؟)

طالب وياند ذبیح الله مجاهد ويلي، د امريکايي جنرال کړنې د هغه د څرګندونو خلاف دي او هغوی په خپل اشغال سره افغانستان کې داعش ته زمينه برابره کړې او د هغوی له شتون څخه استفاده کوي.

دغه راز د ورځې خبره تر عنوان لاندې چې د طالبانو رسمي نظر څرګندوي په يوه مقاله کې وايي، په داسې حال کې چې د دولت مشهورو څيرو او پوځي شنونکو په بار بار ويلي چې امریکا په افغانستان کې له داعشي وسله والو سره د وسلو او پيسو مرسته کوي، له یوې سيمې يې بلې سیمې ته په چورلکو کې ليږدوي او دا چې  د دوی په وينا داعش دومره قوي دی چې امريکا ته ترې خطر جوړيږي نو بيا ولې يې امريکا پر وړاندې نظامي عمليات نه کوي؟!

د يادونې ده، چې تير کال طالبانو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پرضد عمليات پيل کړل چې د دولتي ځواکونو له خوا ورته چورلکې ورغلې او یاد داعش وسله وال يې له طالبانو وژغورل، د دولت تر حاکميت لاندې امن سيمو ته يې وليږدول.

طالبان وايي، بهرنيان او د کابل اداره له داعش سره نظامي مرستې او تبليغاتي کمپاین که د هرې موخې لپاره کوي واقعيت دا دی چې ” داعش داستعمار یوه پروژه ده او اسلامي نړۍ کې دجګړو، اختلافاتو او داستعمار د بقاء عمده لامل دی”.

طالبانو اولس ته ډاډ ورکړی چې د يرغلګرو (بهرنيو ځواکونو)، د هغوی د جوړې کړې ادارې د چارواکو او داعش وسله والو پرضد به خپله مبارزه دوامداره ساتي او هيڅ کوم بهرني او داخلي لوري ته به دا موقع ورنکړي چې ملي منافع تهديد او د افغان اولس پر برخليک او مقدساتو لوبې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button