پمپیو: په عمان کې د تیلو په کښتیو برید ایران کړی

کابل ټکی کام( جمعه، ۲۴غبرګولي، ۱۳۹۸)

تیره ورځ په خلیج عمان کې د تیلو په دوو غټو کښتیو کې چاودنې وشوې او اور یې واخست.

دا کښتۍ چې یوه د جاپان او بله د ناروې د یوه شرکت وه ۴۴ عمله یې درلوده چې له چاودنو وروسته ټول ژغورل شوي دي.

ایران وایي، دا کسان د دوی سمندري ځواک له ژغورلو وروسته د ایران یوه ساحلي بندر ته انتقال کړي دي.

امریکا بیا د ایران دا ادعا ردوي او وایي، چې د کښتیو عمله د امریکا سمندري ځواکونو ژغورلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي چې په دې کښتیو برید د ایران کار دی.

د پمپیو په خبره، که د برید پیچلتیا او د چاودېدونکو توکو څرنګوالي ته وګورو نو ویلای شو چې دا د ایران د هغو بریدونو یوه برخه ده چې د امریکا او متحدینو په خلاف یې دوی ترسره کوي.

څه وخت مخکې هم د دوبۍ د تیلو په دوو ذخیرو کې ورته چاودنې شوې وې چې د هغه بریدونو پړه هم امریکا په ایران وراچوله خو کره شواهد یې لا هم نه دي وړاندې کړي.

د پرونیو بریدونو په اړه هم چې امریکا کومه ادعا کړې، تر اوسه یې کوم اسناد نه دي وړاندې کړي.

ایران د امریکا دې تازه ادعاوو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button