د سعودي په مشرۍ ائیتلاف ځواکونو په یمن کې بریدونه کړي

کابل ټکی کام( جمعه، ۲۴غبرګولي، ۱۳۹۸)

د سعودي په مشرۍ ائیتلاف ځواکونو په یمن کې د حوثیانو په پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.

د العربیه د راپور له مخې چې سعودي دا بریدونه د حوثیانو د هغو بریدونو په ځواب کې کړي چې څو ورځې مخکې یې د سعودي په آبها نړیوال هوایي ډګر وکړل.

د سعودي د رسنیو د راپور له مخې چې د حوثیانو په دې برید کې ۲۶ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د سعودي ائیتلاف په مشرۍ ځواکونو د حوثیانو د دې بریدونو په غبرګون کې په یمن بریدونه کړي دي.

د ائیتلاف ځواکونه وایي چې دوی په یمن کې د حوثیانو د توغندیو ډیپوګان په نښه کړي او همدا رنګه د دې ډلې د بهرنیو متخصصینو مرکزونه هم تر برید لاندې راغلي دي.

ایران د حوثي یاغیانو په ملاتړ تورن دی.

مربوطه مطالب

Back to top button