پرټاکنوڅارونکې ادارې: دانتخاباتي کمېسونو هڅې له ناکامۍ سره مخ دي

کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۴ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

يوشمېرسياسيونو او نورو حکومتي چارواکو راتلونکو ټاکنو ته له ورپېښو مشکلاتو خبر ورکړی.

دوی وايي، په داسې حال کې، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یوازې درې میاشتې او ۱۶ ورځې وخت پاتې دی، د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو بودجه نه ده مشخصه کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسئولین د کمېسیون په ځینو برخو کې د اصلاحاتو خبره کوي او وایي، چې ډېر ژر به دغه اصلاحات پلي شي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس هم وایي، چې د تقویتي ثبت نام له پیل تر اوسه په ټول افغانستان کې ۱۴ زره کسانو بیا خپل نومونه ثبت کړي دي.

خو پر ټاکنو څارونکې ادارې د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنې ناکامې بولي. د ټاکنوکمېسیون د دارالانشا رییس د څرګندونو پراساس د حکومتي ادارو د نه همکارۍ له امله په غزني ولایت کې د تقویتي ثبت نام بهیر له ستونزو سره مخ دی او د بادغیس په بالامرغاب، د زابل دایچوپان او د تخار په خواجه غار کې د جګړو له امله یو مرکز هم نه دی پرانستل شوی.

يوشمېر کتونکي بياراتلونکې ټاکنې ځکه ناکامې بولي، چې په خبره يې اکثره فيصدي دمخالفينو په لاس کې ده او هلته ټاکنې هيڅ امکان نلري.

مربوطه مطالب

Back to top button