کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۴ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې يوشمېر ولايتونه دګډو ځواکونو له ړندوبمباريو لاندې راغلل اولسګونه هېوادوال يې په شهادت ورسول، دپکتيکا ولايت يوشمېر ولسي وګړو نړيوالې ټولنې ته دشکايتونو ګواښ کړی.
د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ قومي مشران په یاده ولسوالۍ کې د ملکي کسانو له وژنې وروسته د غبرګون په ډول ښرنې ته راغلي، دوی وايې په یاده سیمه کې له تېرو شلو ورځو راهیسي ناورین ته ورته حالت رامنځته شوی، بې شمېره بې پیلوټه بریدونه ترسره کیږې او په خبره يې یوازي ملکي کسان هدف ګرځول کېږي.
دوی وايي د تېرو شلو ورځو په ترڅ کې د یادو عملیاتو پر مهال داسې کسان په نښه شوي چې دولتي دندې لري او همدارنګه محصلین او زده کوونکي دي.
قومي مشران وايي خلک له وروستیو بمباریو څخه داسې یو حالت ته رسېدلي چې له کورونو نه شي وتلی، د خوراکي او نورو توکو له نشتوالي سره مخ دي، د ناروغیو پېښېدو او نورو اړتیاوو پرمهال تګ راتګ خورا ستونزمن شوی دی.
دوی وايي که دا وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي او دولت د ملکي کسانو د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي، تر لوړو چارواکو او نړیوالې ټولنې به خپل غږ ورسوي.
تر دې وړاندې په کندهار، هلمند، فراه، خوست، او هلمند ولایتونو کې هم ورته بريدونه شوي وو چې ځايي اوسېدونکو د لاريونو ترڅنګ دحکومت دارنګه عمليات وحشت او جنګي جنايات بللي وو.















