شاهد خاقان عباسي: د عمران خان د عقلي او عصبي روغتیا ارزونې لپاره دې کمیسون جوړ شي

کابل ټکی کام( جمعه، ۲۴غبرګولي، ۱۳۹۸)

د پاکستان پخواني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي چې د عمران خان د عصبي او عقلي ناروغۍ د ارزونې لپاره دې یو ځانګړی کمیسیون په کار وګمارل شي.

د ټوډې پاکستانۍ ورځپانې د راپور له مخې چې شاهد خاقان عباسي دا خبره وروسته له هغه کړې چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د شپې ناوخته ملت ته یوه تلویزوني وینا واوروله.

شاهد خاقان عباسي د مسلم لیګ ن مخکښ غړی او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وو.

عباسي همدا راز د عمران ملت ته د وروستۍ وینا په اړه زیاته کړې چې د پاکستان په تاریخ کې داسې نه ده پیښه شوې چې کوم لومړي وزیر دې په داسې وخت کې ملت ته وینا اورولې وي.

د عمران خان دې وروستیو خبرو په پاکستان کې د مخالفو ګوندونو سخت غصې راپارولې دي.

عمران خان ویلي وو چې پاکستان د مسلم لیګ او پیپلز حکومتونو پرمهال ۲۴میلیونه ډالر قرضداره شوی او په وینا یې، وخت رارسیدلی چې خائنان به د عدالت میز ته وسپاري.

د مسلم لیګ ګوند مشر بلاول بوټو د عمران خان د خبرو په ځواب کې وویل چې عمران خان له ډاره د شپې وینا کوي او زیاته کړې یې ده چې عمران خان دې موږ په زندانونو نه ویروي.

مربوطه مطالب

Back to top button